●▬▬▬▬▬๑۩۩๑▬▬▬▬▬▬● ارواښاد امير حمزه شينواری د پښتو د غزل پلار ارواښاد امير حمزه خان شينواری (زېږېدنه: ١٩٠٧، مړينه: فبروري ١٩٩٤) د لنډي کوتل د خوږه خېل يا خوزه خېل نومي کلي کې د ملک ميرباز خان کره زېږېدلی و. نوموړی په قبيله شينواری او په شينوارو کې اشرف خېل وه. لومړنۍ زده کړې يې د لواړګي (دا د لنډي کوتل پخوانی نوم دی) په ښوونځي کې ترسره کړي خو وييل کېږي چې د ده په يوه وړوکې خطا يې استاد ده ته دومره جزا ورکړه چې د ده زړه د مدرسې نه تور شو او بيا يې هغه مدرسه پرېښوده. دی د اتو کالو وه چې په اسلاميه کالجېټ ښوونځي ته د زده کوونکي په توګه ومنل شو. ښوونځي ته به لکه د نورو ماشومانو په څېر ته راته او آزموينې يې هم په برياليتوب سره سر ته رسولې خو د درسونو او سبق سره يې دومره مينه نه درلوده. د سکول نه د زړه ماتي دا ذکر يې په يو شعر کې هم کړی دی او وايي چې د ښوونځي دا ټلۍ راباندې داسې لګي لکه د اسرافيل د شپېلۍ اواز. نو په همدې توګه په نهم ټولګي کې يې دغه ښوونځی هم پرېښوده. که څه هم حمزه بابا خپل سبق په نهم ټولګي کې نيمګړی پريښی و خو د حمزه بابا پوهه او مطالعه ډېره زياته وه او ارواښاد داسې کلامونه ليکلي چې هر يو يې ځانګړې فلسفه لري د يادولو وړ خبره دا ده چې د بابا په کلام د پېښور پوهنتون پروفېسر قابل جان خپل د دوکتورا تيسز ليکلی دی. ●▬▬▬▬▬๑۩۩๑▬▬▬▬▬▬● _______________________ •¤»((¯♥¯))«¤•___________________ _________________ • ¤»((¯♥¯))«¤• •¤»((¯♥¯))«¤•______________ __•¤»((¯♥¯))«¤• ╔═════════════════════╗ •¤»((¯♥¯))__ ......................................Peace,LOVE,Unity,RESPECT................................ __
...