د اروښاد ډوکتور کبير ستوری لنډ ژوند ليک د پــــــښـتـو ژبـــې مـــنــلــی شــــاعـــر، لـــیــکـــوال او څـیـړونـکـی د پـلـوم سا پــوه ( Diplom-Psychologist ) ښاغـلی ډوکـتور کـبیـر ستوری په هډ پښتون په ټبر میرداد خیل دی چې د پښتنو د یـوسـفـزو د پـرګـنې پـورې اړه لري. ستوری د لعل محمد خان زوی او د بری پښتونخوا د کونړ د تنر په کلي کې پر ۱۷ / ۰۱ /۱۳۲۱ ل هـ کال ( 06.04.1942 ) زيږیدلی دي ده خپله لومړنۍ زده کړه د خاص کونړ په لـومـړني ښوونځي او په کابل کې د رحمان بابا په لیسه کې او خپله لوړه زده کړه د جرمنی د فرانکفورت ، کولن او ماربورګ په پـوهـنـتـونـونـو کې د ساپـوهـنې ( Psychology ) په څانګه کې چې فلسفه ( Philosophy ) سیاسي پوهنه ( Pol. Scienec ) او ټولنپوهنه ( Sociology ) ورسره مل وه سرتته رسولي ده. ستوری د پښتنوټولنیزولسولیز ګوند ( PSDP ) د بنسټ ایښودونکو مخکښانو څخه